په تورخم کې دوه مېرمنې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شوې
![](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fi.afintl.com%2Fimages%2Frdk9umy0%2Fproduction%2F0c68d28b3ed612c824842355fe28645c7f4637d8-1375x810.png%3Frect%3D0%2C19%2C1375%2C773%26w%3D992%26h%3D558%26fit%3Dcrop%26auto%3Dformat&w=2048&q=75)
په تورخم کې پاکستاني سرحدي چارواکي وايي، چې دوه مېرمنې يې له شپږ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره دغه هېواد ته د ننوتو پر مهال نيولې دي. چارواکو ویلي، چې دغه نشه يي توکي ۷۰ مېلیونه پاکستانۍ کلدارې چې شاوخوا ۲۵۰ زره ډالره کیږي، ارزښت لري.
د تورخم د ګمرک مرستیالې صاعقه عباس د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوه مېرمنې هغه مهال ونیول شوې، چې غوښتل یې د غوړیو په قوطیو کې شپږ کیلو ګرامه شیشه پاکستان ته قاچاق کړي.
د مېرمن عباس په خبره؛ له دغو دوو مېرمنو لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دوی د قاچاقو عادي کارکوونکې دي.