پر ټرمپ برید؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ډونالډ ټرمپ وسله وال برید غندلی دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا پر پخواني ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پر نوماند ډونالډ ټرمپ وسله وال برید غندلی دی. پر ډونالډ ټرمپ تېره شپه د امریکا په پېنسلوانیا ایالت کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال وسله وال برید شوی؛ خو ټرمپ په دغه برید کې ټپي شوی دی.

پخواني ولسمشر کرزي په خپل اېکس پاڼه کې په یو لنډ یادښت کې د امریکا ولس ته نیکې هیلې وړاندې کړي دي.

د ایف بي ای یو پلټونکي په خبري غونډه کې دا ومنله چې د ډونالډ ټرمپ پر ټاکنیزې غونډې برید د هغه د وژلو یوه هڅه وه.

برید کوونکی ۲۰ کلن میتیو کروکس ښودل شوی؛ خو د برید انګیزه لا څرګنده نه ده.

په دغه برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دوه تنه ټپیان دي، چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی.

خپله ډونالډ ټرمپ په دغه برید کې یوازې په غوږ ټپي شوي او په روغتون کې تر درملنې وروسته بیرته رخصت شوی.