د هواپوهنې اداره: په ۲۲ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۳

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د چنګاښ په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه) په ۲۲ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنکونو په ګډون دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپسا، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو مټره رسېږي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان شمالي ولایتونه د سېلابونو راوتو له امله ځپل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو