طالبان: د یوه ماشوم په ګډون ۱۱ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۳

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په دوو جلا، جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د یوه ماشوم يه ګډون یوولس کسان خوشې شوي دي.

له دغه وزارته په لومړۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لس تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته (د چنګاښ په ۲۱مه) هېواد ته ستانه شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې د تورخم سرحدي امریت ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو او له بېرته ستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
له دغه وزارته په یوې بلې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یو افغان ماشوم د پاکستان له یوه زندانه ترخوشې کېدو وروسته په تورخم کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت په وینا، دغه ماشوم د پاکستان په یوه زندان کې د ۲کالو او شپږو میاشتو له تېرولو وروسته خوشې شوی دی.

نور خبرونه

رادیو