ټي‌ټي‌پي: د القاعده شبکې سره د پاکستاني طالبانو د اړیکو په تړاو د م.م راپور بې بنسټه دی

د پاکستان د طالبانو د تحریک ډله وايي، چې دوی د هیڅ کومې بهرنۍ ډلې سره تړاو نه لري او د ملګرو ملتونو وروستی خپور شوی راپور بې بنسټه او تش په تورونو ولاړ دی.

د ټي‌ټي‌پي ویاند محمد خراساني له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې د تحریک طالبان پاکستان په اړه یو ځلې بیا د بې بنسټه تورونو په لګولو سره د دغه تحریک او القاعده ډلې تر منځ د فکري او سیاسي اړیکو د لرلو او پاللو هڅه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې لګول شوي تورونه تکرار کړي وو، چې د خبر پاڼې په لیکنه هیڅ ډول حقیقت نه لري.
د خبر پاڼې په بله برخه کې راغلي، چې د دوی ډله کومه بهرنۍ اجنډا نه لري او جګړه یې یوازې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ضد ده، چې د هېواد حقونه او سرچېنې یې ولکه کړې دي.
په خبر پاڼه کې ادعا شوې، چې ټي‌ټي‌پي د خپلو خلکو په مرسته او همکارۍ خپلې سیاسي مبارزې او جهاد ته دوام ورکوي او دا یې هم ویلي چې د هرې ورځې په تېریدو سره د دوی لیکې پیاوړې کېږي او د تېر کال پرتله د دوی په لیکو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د "حنفي فقهې" پیروان دي او د دیوبند د نامتو علماو څخه یې فتوا اخیستې او په دې لاره کې به د هر ډول خنډونو پر وړاندې مبارزه کوي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي و، چې د پاکستان د طالبانو تحریک د القاعده ډلې په مرسته او ملتیا د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي او دغلته د ټولو امنیتي ګواښونو تر شا د دغې ډلې لاس دی.