یوې ناپېژانده ډلې د ایران د فارس په ولایت کې د افغان کډوالو پر کار ځای برید کړی

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۳

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې یوې ناپېژانده ډلې د شپې ناوخته د فارس ولایت د مرودشت ولسوالۍ په درود زن په کلي کې د دوی پر کار ځای برید کړی او هغوی یې په «چړو او کوتکو» وهلي ډبولي دي.

هغوی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه شپږ تنه افغان کاریګر ټپيان شوي دي.
دغه کډوال وايي، دغو ناپیژانده کسانو له برید وروسته، د هغوی پیسې او ټیلیفونونه له ځانه سره وړي دي.
هغه انځورونه او ویډیو ګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، څو تنه ټپي شوي کسان په کې ښکاري چې په ټپي حالت کې په وینو لیت پېت په یوې کرونده کې پر ځمکه پراته دي.
په دغو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې امبولانسونه د ټپیانو د لېږد لپاره سیمې ته رسېدلي دي.
دغو کډوالو ویلي، چې (د چنګاښ په ۲۱مه) «لاتانو» د شپې نا وخته د دوی پر کار ځای برید وکړ.

د دغو کډوالو په وینا، «د لاتانو سره وسله، چړې او کوتک» په لاسونو کې و چې پر دوی یې برید وکړ.
هغوی له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د دغې پېښې عاملان دې ونیسي او د قانون سره سمه سزا دې ورکړل شي.
دغو افغان کډوالو وویل، چې ټپیان دا مهال د شېراز په مرودشت په روغتون کې بستر شوي او تر درملنې لاندې دي.
تر اوسه ایراني چارواکو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې پر افغان کډوالو په ایران کې برید کېږي.

د راپورونو له مخې، په تېرو وختونو او کلونو کې له افغان کډوالو سره ورته چلند شوی، وهل شوي، ډبول شوي؛ خو تر اوسه په دې اړه نه څوک نیول شوي او نه هم چا ته سزا ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو