مفتي منیر شاکر: که د چا قاتل پیدا نه شو، دولت یې قاتل دی
د پاکستان مشهور مفتي منیر شاکر د ګیلهمن وزیر په جنازه کې د وینا پر مهال وايي، چې که کوم سړی ووژل شي او قاتل یې و نه نیول شي، نو د هغه قاتل په اصل کې دولت دی.
هغه ټینګار کوي، چې د قومونو د پرمختګ یوازینۍ لار د هغوی اتحاد دی.
پر ګیلهمن تیره اونۍ په اسلام اباد کې هغه مهال پر چاقو برید وشو چې هغه له جوماته راوته. نوموړي څو ورځې وروسته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او جنازه یې نن شنبه وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شوه.
ویل کیږي، چې پر ګیله من بریدګوونکی بهر ته په تیښته بریالی شوی دی.
بل خوا، د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشرمیا افتخار حسین بیا ویلي، چې ګلهمن ته د درمنلې لپاره بهر ته د تللو اجاه ورنکړل شوه، خو وژونکی یې بهر ته تللی دی.