اسلام اباد کې د طالبانو سفیر: افغان کډوال د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې رغنده ونډه لري

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۳

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، چې په پاکستان کې مېشتو کډوالو نه یوازې دا چې چا ته یې زیان نه دی اړولی؛ بلکې د دغه هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې یې هم رغنده ونډه اخېستې ده.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت پر فیسبوک پاڼه لیکلي، چې سردار احمد شکېب او د دغه هېواد د سرحدي سیمو وزیر امیر مقام سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
دغه لېدنه کتنه پاکستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر فلیپو ګرانډي تر سفر وروسته د افغان کډوالو په وضعیت کې د پرمختګ او د هغوی ستونزو د رسېدو په اړه شوې ده.
امیر مقام په دغې کتنه کې ویلي، دوی نه غواړي په زوره افغان کډوال له پاکستانه وباسي؛ بلکې د هغوی لپاره د باعزته ستنېدنې غوښتونکي دي او له طالبانو یې غوښتنه دا ده، چې د دغو کډوالو د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.
سردار احمد شکېب پاکستاني وزیر ته ویلي، چې دوی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنر له سفره خوښ دي او د خپل ګاونډي هېواد څخه یې غوښتنه دا ده چې د کارټ لرونکو کډوالو د مېشتېدا موده دې نوره هم وغځوي چې دوی وشي کړای د خپلو ستونزو له هوارولو وروسته خپل هېواد ته په عزت سره ستانه شي.
نوموړي د داسې یوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز هم کړی، چې له مخې یې د افغان کډوالو د ستنولو له پاره ارزښتناکه تګلاره جوړه او د هغې له مخې د کډوالو د ستنولو چارې تنظیم شي.
خو لا هم هره ورځ ګڼ افغان کډوال په زوره د تورخم او سپین بولدک له لارې اېستل کېږي او بې اسناده کډوال لا هم د پاکستان بېلابېلو زندانونو ته استول کېږي.
په پاکستان کې مېشت کډوال د پاکستان پر حکومت د نیوکو تر څنګ د طالبانو په ناکامې ډیپلوماسۍ هم نیوکې کوي، چې په سختو شپو ورځو کې د دوی لاس نیوی نه کوي او د نورو هېوادونو پر وړاندې ناکامه ډیپلوماسي پر مخ بیايي.

نور خبرونه

رادیو