د لېسټ اې سیالیو په دویمه لوبه کې د ماهیپر ستوري د هندوکش سټرایکرز په وړاندې توپ وهنه کوي
د اووم پړاو لېسټ اې یو ورځینو سیالیو په دوام نن پنجشنبه د ماهیپر ستوري لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د اووم پړاو لېسټ اې یو ورځینۍ سیالۍ په کندوز ولایت کې د څلور لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.
د یادو سیالیو دویمه لوبه د ماهیپر ستورو او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي.
د ماهپير ستورو لوبډله کې د رحمشت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ عبدالمالک، زبید اکبري، افسر ځاځی، عجاز احمد ازاد، ننګیال خروټی، عبدالهادي، شمس الرحمن، اظهارالحق نوید، فریدون داوودزی او بلال سمیع لوبېږي.
همدارنګه د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ په هندوکش سټرایکرز لوبډله کې اسحاق رحیمي، نوید عبید، رحمان الله ګربز، عمران امیر، الله نور، ظاهر خان پکتین، ضیاالرحمن اکبر، فرید احمد ملک، سلیم ساپی او خلیل احمد لوبېږي.
د لېسټ اې یو ورځنۍ لوبې تېره ورځ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د میوند اتلانو لوبډلې د پامیر لېجنډز څخه د ۷۰ منډو په توپير وګتله.