په پېښور کې حکومت د محرم په ۹مه او ۱۰مه د مخابراتي شبکو د بندېدو پرېکړه کړې
په پېښور کې د حکومت لهخوا (د محرم په ۹مه او ۱۰مه) د مخابراتي شبکو د بندېدو پرېکړه شوې ده. د پېښور د پوليسو مشر قاسم علي ويلي، چې د امنیت د بشپړ خوندیتوب لپاره به د محرم په (۹مه او ۱۰مه) د مخابراتي شبکو فعالیت بند وي.
د ښاغلي علي په وینا، دغه پرېکړه د امنیت ضد پېښو د مخنیوي لپاره شوې ده.
تر دې وړاندې (د جون په ۱۵مه) پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی و، چې د لوی اختر او محرم په میاشت کې پېښور ته د ناقانونه افغان وګړو د ننوتلو مخه به ونیول شي.
په راپور کې د ښاغلي علي په حواله راغلي و، چې د لوى اختر او محرم (عاشورا) په مناسبت به ښار ته د ناقانونه افغانانو د ننوتلو مخه ونيول شي.
هغه ويلي و، چې د حساسو ځايونو او عبادت ځايونو د امنيت پلټنې به يو ځل بيا ترسره کېږي او د سړکونو د جرمونو د کنټرول لپاره به هم عملي ګامونه پورته کړل شي.