ذبیح الله مجاهد: د طالبانو د امربالمعروف د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې ځایه دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/cf4cedf8acb2e15544668e628ef63fcdbb505718-999x623.jpg?rect=0,31,999,562&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو ویاند د دغې ډلې د امربالمعروف وزارت په اړه د یوناما د وروستي راپور په غبرګون د امربالمعروف د پروسیجر په اړه د دغې ادارې نیوکې بې ځایه وبللې. یوناما نن په خپل دغه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د بشري حقونو او د وګړو د اساسي ازادیو سرغړونکی وزارت دی.
ذبیح الله مجاهد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «هغه احکام چې ددې وزارت له خوا توصیه کیږي، اسلامي معلوم او معروف احکام دي.»
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د یوناما راپور ورکوونکي هڅه کوي، څو افغانستان د لویدیځ له نظره وڅېړي او دا ښه کار نه دی.
ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ټولو وګړو شرعي حقوق تامین دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې ده: «له ټولو ښځو او نارینه و سره شرعي چلند کیږي او شرعي احکام د قوانینو په توګه د اجرا وړ دي او په دې برخه کې له هېچا سره ظلم نه کیږي.»
د یوناما په وینا، د طالبانو د امربالمعروف وزارت خپلسري مامورینو یو زرو ۳۳ ځله خپلسري سزاګانې ورکړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې له دې جملې څخه ۲۰۵ له ښځو او ۸۲۸ د نارینه وو سره د ناوړه چلند پېښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو پر حقونو او بنسټیزو ازادیو منفي اغېز کړی دی.
یوناما ټینګار کړی، چې دا وزارت د خپلو فرمانونو د پلې کولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي، چې په کې لفظي ګواښونه، نیول، بندي کول، ناوړه چلند او د خلکو په وړاندې کسان په دورو وهل شامل دي.