بلاول بوټو: د پاکستان او طالبانو پېچلې ستونزې په اسانۍ نه شي هوارېدای

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر د دوشنبې په ورځ په پېښور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پېچلو مسلو پر حلولو ټینګار وکړ. بلاول بوټو زرداري ویلي، چې شته ستونزې «افغانستان ته په سفر کولو یا هلته د چای په څښلو سره نه حل کېږي.»

د بوټو اشاره د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د ای اېس ای د پخواني رییس سفر ته ده، چې د کابل د سقوط په لومړیو ورځو کې یې په سرینا هوټل کې چای څښلی و.
جنرال فیض حمید په سرینا هوټل کې د هغو خبریالانو په ځواب کې چې له ده څخه یې د افغانستان د راتلونکې په اړه پوښتلي وو، وویل: «هر څه به سم شي.»
بلاول بوټو د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۸مه) په یوه خبري غونډه کې وویل: «د افغانستان او پاکستان ستونزې باید حل شي او دا باید ومنو، چې ټولې مسلې د افغانستان په واک کې نه دي.»
داسې ښکاري، چې د افغان طالبانو په اړه د بوټو وروستۍ څرګندونې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې شوې دي.
عمران خان د جمعې په ورځ د (چنګاښ ۱۵مه) له زندانه په یوه پیغام کې د پاکستان حکومت او د دغه هېواد پوځ ته په خطاب کې لیکلي وو، چې اسلام اباد به د افغان طالبانو له ملاتړ پرته د ترهګرۍ ضد جګړه کې بریالی نه شي.
عمران خان همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو پر اوسني وزیر بلاول بوټو او اسحاق ډار هم نیوکه وکړه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ته یې سفر نه دی کړی.
پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نا امنیو د زیاتېدو په غبرګون کې د تاوتریخوالي او ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د "عزم استحکام" په نوم عملیات پیل کړي دي.
تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و، چې د عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان په راتلونکې کې په افغانستان کې د ننه پر ځینو اهدافو بریدونه وکړي.
د هغه په وينا، پاکستاني طالبان خپل بريدونه له افغانستانه تنظيموي.