له فلیپ ګرانډي د افغان کډوالو غوښتنې: موږ یوازې هغه حقونه غواړو، چې م.م له کډوالو سره منلي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۹

په خیبرپښتونخوا او اسلام اباد کې دېره افغان کډوال وايي، چې له ملګرو ملتونو د هغو حقونو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د کډوالو سره منل شوي دي.

دغه غوښتنې پاکستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مشر فلیپ ګراندي د سفر سره هم‌مهاله کېږي او افغان کډوال وايي، چې د منل شویو کنوانسیونونو سره سم د خپلو حقونو غوښتونکي دي.
په پېښور کې مېشته افغان کډواله پروین احمدزۍ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ له ملګرو ملتونو څخه د خیراتونو او راشنونو تمه نه لرو. موږ غواړو هغه حقونه دې موږ ته راکړل شي، چې د ملګرو ملتونو په تګلارو او کنوانسیونونو کې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې له کډوالو سره تر سره کېږي.»
هغې زیاته کړه:« له دوه نیمو کالو را په دې خوا په پېښور کې د کډوالۍ ژوند تېروو، نه مو د ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې شته او نه هم د هغوی لپاره د روغتیا په برخه کې لومړني سهولتونه. نه مو نارینه کار کولای شي او نه هم په کډوالۍ کې د یو کډوال یا بې‌ځایه شوي کس په توګه ورسره چلن کېږي.»
په اسلام اباد کې یو بل افغان کډوال متقاعد ډګروال عبدالله وايي:« موږ ډېر ځله له وېرې د ضروري کار لپاره هم تر ښاره نه شو تللای، یا پولیس د ویزې د نشتوالي له امله تنګول کوي او یا هم په یوه بله پلمه موږ نیسي او پیسې را ځیني اخلي. نه کار کولای شو او نه هم د نورو اړتیاو د پوره کولو لپاره له کوره د باندې په ډاډه زړه تګ راتګ کولای شو.»
یو بل افغان کډوال چې په خپله ډاکتر دی؛ خو د نوم د نه ښودلو په شرط یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« ملګري ملتونه دې د کډوالو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي، که د کډوالو لپاره کار او هغه شان هڅې نه شي کولای چې د دوی په تګلارو کې راغلي او یا یې هم د پاکستان حکومت ورسره نه مني بیا نو ښه دا ده چې خپلې دروازې وتړي، ځکه کله چې دوی د خپلو تګلارو په پلي کولو کې بې وسه وي؛ نو بیا ښه لاره یې همدا ده چې خپل دفترونه وتړي او کډوال هم پوه شي، چې په دغه هېواد کې د دوی لپاره خواخوږې اداره نه شته نه به تمه کوي او نه به هم له چا ګېله.»
په پاکستان کې ګڼ کډوال په تېره بیا هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي وايي، چې له میاشتو او کلونو په تېرېدو سره لا هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) تر اوسه د دوی غوښتنلیکونه نه دي منلي او نه یې هم دوی د لومړنیو مرکو د ترسره کولو لپاره خپل دفتر ته وربللي دي. په اسلام اباد کې مېشته افغان کډواله ښونکې زرغونه وايي:« موږ شل میاشتې کېږي، چې په اسلام اباد کې مېشت یو، تر اوسه مې د یو اېن اېچ سي ار اړونده ادارې (شارپ) ته سلګونه ټیلیفونونه کړي؛ خو تر اوسه مې د یو ټیلیفون ځواب هم نه دی تر لاسه کړی. موږ حیران یو، چې دغلته ناست کارکوونکي په څه چارو بوخت دي؟ او په دې هم نه یو پوه شوي، چې د دغې ادارې کار او دنده څه
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپ ګرانډي چې په دې وروستیو ورځو کې پاکستان ته په سفر راغلی، په پېښور کې یې د یو شمېر افغان کډوالو سره تر لیدو وروسته په اسلام اباد کې له حکومتي چارواکو سره هم لیدلي دي.
د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپ ګرانډي د پاکستان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي ویلي: «په دغو کتنو کې د پاکستان حکومت د مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره د لا زیاتې نړۍوالې مرستې پر اړتیا ټینګار کړی.»
پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له خپلې خاورې اېستي، چې دا مهال په افغانستان کې د وزګارتیا، د تعلیم د نشتوالي او نورو ستونزو له امله له کړاوونو سره مخامخ دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغان کډوال په نا قانونه توګه ژوند کوي چې د دوی په وینا د امنیت د خرابېدو تر څنګ د دوی پر اقتصادي حالت یې هم ناوړه اغېز پرې اېستی دی.

نور خبرونه

رادیو