د هواپوهنې اداره: په ۸ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5886ff1b24b0480d632e5288efdc43d44aecced2-400x270.jpg?rect=0,23,400,225&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د چنګاښ په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه) په اتو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو مټره رسېږي.