طالبان: جاپان په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کوي

طالبان وايي، چې په کابل کې د جاپان سفیر د هغو افغان بزګرانو لپاره چې کوکنار یې کرل، د بدیل معیشت د پروګرام ملاتړ کوي. تاکایوشي کرومیا وویل چې هیواد یې د بدیل معیشت پروګرام لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي.

د جاپان سفارت تر اوسه پورې د دې مرستو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د جاپان سفیر د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې «د نشه يي توکو پر وړاندې د پرېکنده هڅو ستاینه وکړه.»

له دې څخه یوه ورځ وړاندې د طالبانو د کرنې وزیر د کوکنارو د بدیل معیشت د پنځه کلن پلان د وروستي کولو لپاره یوه کمیټه جوړه کړه.

په دې پلان کې د کروندګرو د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، د کوکنارو کښت کمول او له منځه وړل او کروندګرو هڅول دي چې مشروع او نوې کرکیله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو له هېوادونو وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل معیشت لپاره له دوی سره مرسته او په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي.