طالبان: له دوه نیم زرو ډیر افغان کډوال له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۸

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه کډوال تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو د اسلام کلا، ورېښمو پله، سپین بولدک او تورخم له لارې راستانه کړل شول.

په دغو کډوالو کې ۳۳ تنه هغه کسان شامل دي چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنو ته رسیږي او ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۶۱ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شول.

همدارنګه د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې۷۶۷ تنه افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا او ۱۳۹۹ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ایران حکومت له لوري په زور او خپله خوښه راستانه کړل شول.

طالبانو وايي، له ګاونډیو هېوادونو راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام دفترونه ته ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر په پاکستان د خپل درې ورځنې سفر په لومړۍ ورځ په پیښور کې له افغان کډوالو سره کتلي، او ژمنه یې چې د کډوالو د ټولو ستونزو په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې له ډلې یې ۱،۳ میلیونه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري.

نور خبرونه

رادیو