د فوټبال کافا جام سیالۍ؛ له ۲۰ کلونو کم عمره افغان لوبډلې د قرغزستان پر وړاندې ماتې وخوړه

د «کافا» مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالیو کې ‏له ۲۰ کلونو کم عمره د فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه په خپلې لومړنۍ لوبه کې د قرغزستان لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه.

دغه لوبه تېره شپه د قرغزستان د جلال اباد ښار په کوربه‌توب ترسره شوه.

په دغه لوبه کې د قرغزستان لوبډلې څلور ګولونه ووهل؛ خو افغان لوبډله ونه توانېده، چې کوم ګول ووهي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران لوبډلو ګډون کړی دی.
افغان لوبډله په دغو سیالیو کې په اې ګروپ کې له تاجکستان او قرغزستان لوبډلو سره لوبې لري.
دغه سیالۍ (د جولای په ۳مه نېټه) د قرغزستان په کوربه‌توب پیل شوې، چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه سبا یکشنبه د تاجکستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.