د طالبانو قونسلګرۍ: د سند له زندانه نهه تنه افغان بندیان خوشې شول

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري وایي، چې نهه تنه افغان کډول تېره ورځ د سند صوبې له یوه زندانه خوشې شول. دغې قونسلګرۍ په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی د هڅو په پایله کې د یوه ماشوم په ګډون نهه تنه افغان کډوال له زندانه خوشې او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

دغه قونسلګري وایي، دغه افغانان چې د کډوالۍ کارتونه هم له ځانه سره لري غوښتل یې چې کراچۍ ته ولاړ شي چې په حب چوک کې ونیول شول.
تر دې دوه ورځې وړاندې هم ۱۲ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول.
د پاکستان حکومت د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور وخت نا وخته افغانان نیسي.
تر دې وړاندې د الجزیرې په یوه خپور شوي راپور کې راغلي و، پاکستان په پام کې لري چې افغانستان ته د بې اسنادو افغان کډوالو د لېږلو د اختلافي پلان دویم پړاو پیل کړي.
ویل شوي و، چې د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو به راروانه یکشنبه پیل شي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان به له پاکستانه وباسي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو دوی به د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.