شهباز شریف د ایران او بریتانیا له نویو حکومتونو سره د اړیکو نږدې کېدو هیله وکړه

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ایران د ولسمشر او د بریتانیا لومړي وزیر ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکې ورکړې او له دوی سره یې د ګډ کار او د خپلمنځي اړیکو د پراختیا هیله کړې ده.

شهباز شریف خپل اېکس کې د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ته پر مبارکۍ ویلو سربېره لیکلي، چې اسلام اباد له بریتانیا سره د لا ډېر نږدې ګډ کار او د اړیکو نږدې کېدلو هیله لري.

د کېر سټارمر کارګر ګوند د وړمې ورځې د ټاکنو په نتیجه کې د بریتانیا د پارلمان اکثریت خپل کړ او تر لسو کلونو وروسته بیا واک ته ورسېد.

شهباز شریف د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان ته هم په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ور کړې ده.

شريف ويلي، چې سيمه یيزې سولې او ثبات ته وده ورکولو لپاره د دواړو هېوادونو ګډ کار او هڅو ته سترګي په لار دی.

په ورته وخت کې د پاکستان ولسمشر اصف عالي زرداري د ایران د نوي ولسمشر ټاکل کېدو سره هيله ښودلې، چې د اسلام اباد او تهران اړيکې به نوري هم پياوړي شي.

زرداري زياتوي: «پاکستان له ایران سره د سولې لپاره ګډ کار ته لېوال دی»

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان د ټاکنو دویم پړاو کې له خپل سیال سعید جلیلي د ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره د دغه هېواد نوی ولسمشر شو.