‫د پاکستان پوځ: د '' ⁧‫عزمِ‬⁩ ⁧‫استحکام‬⁩'' عملياتو موخه د ترهګرۍ لمنځه وړل دي

په پاکستان‬⁩ کې '' ⁧‫عزمِ‬⁩ ⁧‫استحکام‬⁩'' عملياتو پر وړاندې له پراخو غبرګونونو وروسته د عاصم منیر په مشرۍ د پوځي قوماندانانو په غونډه کې د دغو عملیاتو په ترسره کولو یو ځلې بیا ټینګار وشو.

د پوځ ⁦په يوه بيان کې راغلي، د '' ⁧‫عزمِ‬⁩ ⁧‫استحکام‬⁩'' په نامه د عملياتو موخه د ترهګرۍ لمنځه وړل او له ناقانونه فعاليتونو د مخنیوي په کار کې مبارزه ده.
په دغه بيان کې راغلي، د يو څو کړيو له‌خوا په ''عزمِ استحکام'' بې بنسټه نیوکې او په قصدي توګه د خپلو شخصي ګټو لپاره بې ځایه څرګندونې د اندېښنې وړ دي.
د پوځ په بيان کي زیاته شوې، په دې غونډه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه هم خبرې وشوې او د سیمې د سولې او امنیت لپاره یې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
تر دې وړاندې د عمران خان ⁦‬⁩په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند،⁦‬⁩ د مولانا فضل الرحمن ⁦‬⁩په مشرۍ د جمعيت علماي اسلام ⁦‬⁩ګوند، جماعت اسلامي ګوند⁦‬⁩، عوامي نېشنل پارټۍ ⁦‪‬⁩او ځينو نورو ګوندونو د دغو عملياتو سره مخالفت ښودلی و.
له بل پلوه تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په میرعلي کې سلګونه کسانو د دغه عملیاتو پر ضد لاریون وکړ.
دغه لاریون چې په کې د بېلابېلو قومونو مشرانو، مخورو، د سیاسي ګوندونو استازو او غړو برخه لرله، د دغو عملیاتو سره یې مخالفت څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې په دې اړه دې له خپلې کړې پرېکړې لاس په سر شي.
لاریون کوونکو پر حکومتي چارواکو او پوځي مشرانو تور پورې کاوه، چې دوی د دغو عملیاتو په پلمه یو ځلې بیا غواړي له خپلو کلیو بانډو وشړي او د دوی ټوله شتمني لوټ او تالان کړي.