د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت له بنګله دېش سره دوه ټېسټ لوبې کوي

د پاکستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد ملي لوبډله به راتلونکې میاشت له بنګله دېش سره په راولپنډۍ او کراچۍ کې دوه ټېسټ لوبې وکړي. دغه بروډ زیاتوي چې پاکستانۍ لوبډله به په راتلونکي اکټوبر کې د بریتانیا له ملي لوبډلې سره هم درې ټسټ لوبې په ملتان، کراچۍ او راولپنډۍ کې ترسره کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د نارینوو د ۲۵-۲۰۲۴ کورني نړیوال کرېکټ فصل د مهالوېش له مخې، پاکستانۍ لوبډله به په خپل هېواد کې ویسټ اندیز د لوبډلې هم کوربه وي او ور سره به د راتلونکي کال په جنورۍ کې په کراچۍ او ملتان کې دوه ټسټ لوبې وکړي.

د پاکستان لوبډله به له ویسټ انډیز وروسته له نوی زیلاند او سویلي افریقا سرې هم د راتلونکي کال د فبرورۍ په اتمه نېټه په ملتان کې په درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې برخه واخلي.

د پاکستان کرېکټ بورد د نارینو ۲۵-۲۰۲۴ کورني نړیوال کرېکټ فصل مهال ویش د جمعې په ورځ اعلان کړ، چې د پاکستان ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ کال د ای سي سي چمپینز ټرافي لپاره د اتو ټیمونو په مشرۍ په درېیو ټسټ لوبلړیو او یوه یو ورځنۍ درې اړخیزه لوبلړۍ کې برخه واخلي.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي، چې د نارینوو ۲۵-۲۰۲۴ کورني نړیوال کرېکټ فصل پای ته رسول د دوی لپاره خورا مهم دی.

د پاکستان د کرېکټ کورنی نړیوال فصل به د ای سي سي ۲۰۲۵ اتلولۍ جام په درشل کې پای ته ورسیږي چې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې په ۹مه نېټه پیلېږي.