د فوټبال کافا جام سیالۍ؛ له ۲۰کلونو کم عمره افغان لوبډله نن د قرغزستان پر وړاندې لوبېږي
د «کافا» مرکزي اسیا فوټبال په اتلولۍ سیالیو کې له ۲۰ کلونو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله نن په خپلې لومړنۍ لوبه کې د قرغزستان لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن شپه د کابل په وخت ۸:۳۰ بجې د قرغزستان د جلال اباد ښار په کوربهتوب پیلېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران لوبډلو ګډون کړی دی.
افغان لوبډله په دغو سیالیو کې په اې ګروپ کې له تاجکستان او قرغزستان لوبډلو سره لوبې لري.
دغه سیالۍ (د جولای په ۳مه نېټه) د قرغزستان په کوربهتوب پیل شوې، چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.
افغان لوبډله به د دغو سیالیو په دویمه لوبه کې د یکشنبې په ورځ د تاجکستان لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.