د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره: خېبرپښتونخوا کې په ۶ میاشتو کې د ترهګرۍ ۴۷۷پیښې شوي

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، چې د تېر کال په پرتله په خیبرپښتونخواو کې په ترهکرۍ پیښو کې ډیروالی راغلی. په دغو پیښو کې د ترهګرو مالي ملاتړ، هغوی ته اسانتیاوې برابرول، تښتونې او هدفي وژنې شاملې دي.

د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په ۱۴سیمو کې د ترهګرۍ ۴۷۷ پېښې ثبت شوي دي.

دغه راپور وايي، په یاد ایالت کې د تښتونې ۷۸، د هدفي وژنو ۳۸ او د ترهګرۍ بریدونو ۲۲۹ پېښې ثبت شوې دي.

د ترهګرۍ پېښو د رامنځ ته کیدو له اړخه دیره اسماعیل خان د لیست په سر کې ځای لري. پېښور دويم، بنو درېيم او شمالي وزيرستان څلورم ښار دی چې د پاکستان په کچه تر ټولو ډیر ترهګریزې پیښې په کې کیږي.

په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو اته او په ديره اسماعيل خان کې اووه پېښې ثبت شوې دي. د دغه راپور له مخې، د ترهگرو د مالي ملاتړ کوونکو په ضد يوولس قضیې ثبت کړې شوي چې پکې څلور په مردان او دوه دوه په ديره اسماعيل خان او دير کې دي.

په دېره اسماعیل خان کې تر ټولو زیاتې پېښې شوې چې شمیر یې ۱۰۷ته رسیږي، ورپسې پېښور کې ۸۷ او بنو کې ۶۰ پېښې شوې دي.