د بښنې سازمان: جرمني رد کړي کډوال د طالبانو په واک کې افغانستان ته استول کېږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۵

د جرمني د بښنې نړیوال سازمان وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو یو زیات شمیر چې جرمني ته د انتقال په تمه وو، په اوو ورځو کې به د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ته واستول شي.
په دې وروستیو کې جرمني په پاکستان کې له مېشتو ځینې افغانانو ته مثبت ځواب واپس اخیستی دی.

د «اې ار ټي» خبري چینل خبر ورکړی، چې د جرمني حکومت د خپلې پخوانۍ ژمنې برعکس د افغان کډوالو له منلو ډډه کړې ده.

ویل شوي، چې دغه افغان کډوال تر ډېره په پاکستان کې دي او له میاشتو راهیسې جرمني ته د تلو انتظار باسي. ځینو ویلي دي، چې له ډیر انتظار وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د رد بریښنالیک ورته استولی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۳ زره ۲۲۰ زیانګالي افغانان جرمني ته د انتقال په تمه دي.

وروسته له هغه چې د سليمان عطايي په نوم يوه افغان په جرمني کې د اسلام د مخالفانو پر غونډه بريد وکړ او يو پوليس يې وواژه، د جرمني حکومت د پناه غوښتونکو په اړه په خپله پاليسۍ کې بدلون اعلان کړ.

تر دې برید وروسته د جرمني حکومت اعلان وکړ، چې مجرم او خطرناک پناه غوښتونکي به خپلو اصلي هېوادونو ته واستوي.

له بلې خوا، په جرمني کې د کډوالو د بریدونو له زیاتیدو وروسته، ښي اړخو ګوندونو او نورو جریانونو د دغه هېواد پر حکومت فشار راوړی، چې د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کې له احتیاطه کار واخلي.

نور خبرونه

رادیو