ټي‌ټي‌پي په باجوړ کې پر پخواني سناتور هدایت الله شوي برید کې لاس لرل رد کړي دي

۳ ورځې مخکې

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي، چې په باجور کې پر پخواني سناتور هدایت الله خان بمي چاودنه دوی پورې تړاو نه لري.
هغه ویلي، چې قومي مشران، عالمان او نور سیاسي غړي د دوی په هدفونو کې شامل نه دي.

تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی هدایت الله خان له دوو نورو کسانو سره په يوې بمي چاودنه کې ووژل شو.
ویل کېږي نوموړی دغې سیمې ته د ټاکنیز کمپاین لپاره تللی و.
د ملي ډیموکراټیک ګوند مشر محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم پر اېکس پاڼه د نوموړي پر وژنې اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې غندلې ده.

نور خبرونه

رادیو