د هواپوهنې اداره: ۱۰ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/fc54d5a586b3dad4b1b3022bc2883af35691e5bc-680x451.jpg?rect=0,35,680,383&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې اداره (د چنګاښ په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه) په لسو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.
له بل پلوه په بامیان ولایت کې وروستیو سېلابونو ۷ کسه مړه کړي او لس تنه نور تري تم کړي وو او په بدخشان کې راوتلو سېلابونو بیا خلکو ته سخت مالي زیانونه اړولي وو.