ملالې یوسفزۍ د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د بې اسناده کډوالو د اېستلو پر پرېکړه غور وکړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۴

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې د پاکستانه له حکومته وغوښتل چې له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو پر اېستلو غور وکړي.
ملاله یوسفزۍ وایي، له پاکستانه په ډلییزه توګه د افغانانو اېستل پر زیانمنېدونکو افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو منفي اغېزې کوي.

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلېږي.
د تعلیم برخې یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي، چې دا اقدام کولی شي افغان ښځې او نجونې له جدي ګواښونو سره مخ کړي.
مېرمن یوسفزۍ په خپل اېکس کې لیکلي: «د طالبانو د وحشیانه ظلم لاندې د کړېدو لپاره د افغانانو مجبوره کول ډېر خطرناک دی.»
نوموړې په افغانستان کې د زدکړو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې افغان ښځې او نجونې د نه منلو وړ «سوءاستفادې» سره مخ دي.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې دغه راز لیکلي، چې «زه د پاکستان له حکومته غواړم چې پر دې پرېکړې غور وکړي او د طالبانو د ظلم پروړاندې د افغان ښځو او نجونو ساتنه وکړي.»
نوموړې ټینګار کوي، د پاکستان حکومت دې ډاډ ترلاسه کړي چې هغه افغان نجونې چې په دې هېواد کې پاتې دي په راحتۍ سره ښوونځیو ته لاړې شي.
د الجزیزې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۰مه) له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو د دویم پړاو د پیلېدو خبر ورکړ.
یادې شبکې ویلي، چې په جبري توګه د افغانانو د اېستلو په دویم پړاو کې به ۸۰۰ زره کډوال له پاکستانه واېستل شي.

نور خبرونه

رادیو