شهباز شريف: د روسي ولسمشر پوتین د انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ د زياتېدو ژمنې وکړې

۳ ورځې مخکې

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف وايي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین ور سره د انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکاريو زياتېدو ژمنې وکړې.

د پاکستان او روسيې دغه دوو چارواکو د قزاقستان په مرکز استانه کې د شانګهای همکاريو سازمان د سرمشريزې په څنډه کې سره ليدلي.

پاکستاني رسنيو د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې لومړی وزير شهباز شريف د شانګهای همکاريو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته رسېدلی او هلته یې د روسيې له ولسمشر سره د اړيکو پر پراخېدو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبري کړي.

شهباز شريف زياتوي، چې په دې ليدنه کې د روسيې ولسمشر ورسره د انرژۍ او کرنې په برخو کې د همکارۍ د زياتو هوکړه وکړه.

جيونيوز د شهباز شريف له قوله ليکلي: « موږ له روسیې څخه د تيلو عرضه تر لاسه کړې او غواړو په دې برخه کې زياتوالی راولو، موږ د مالي او نورو بانکي ستونزو حل ته اړتيا لرو، موږ غواړو له روسيې سره سوداګري زياته او يو ميليارډ دالرو ته ورسوو.»

شهباز شريف د پوتين سره ليدل مهم بللي او زياتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مثبتي لوري ته رواني دي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې مسکو دې له اسلام اباد سره په بېلابېلو برخو کې خپلې تجربې شريکې کړي.

جيونيوز په خپل خبر کې ليکلي، چې د روسيې ولسمشر د پاکستان سره د دوه اړخيزو همکاريو د پراخوالي ژمنه هم کړې: «موږ به د انرژۍ او کرنې او د خوراکي توکو د امنيت په برخو کې له پاکستان سره همکاري زياته کړو.»

د پاکستان لومړۍ وزير شهباز شريف به په استانه کې د شانګهای همکاريو سازمان په سرمشريزه کې د سيمه ييزو او نړۍوالو مسايلو په اړه د پاکستان نظر هم وړاندي کړي.

جيونيوز وايي، چې شريف به د سرمشريزي غونډې په څنډه کې د هېوادونو له مشرانو سره هم جلا - جلا وګوري.

ويل کيږي، چې نوموړی نن د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضيايف سره هم ليدنه لري.

نور خبرونه

رادیو