پاکستان کې نا امنۍ؛ دوه پولیس وژل شوي او څلور ټپیان دي

۴ ورځې مخکې

د سند صوبې په کندهکوټ سیمه کې وسله والو د پولیسو پر پوستې برید کړی چې دوه پولیس په کې وژل شوي او دوه نور ژوبلېدلي دي.
د خیبرپښتونخوا په ټانګ کې هم د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کې دوه پولیس ټپیان شوي.

پاکستاني رسنیو د ځايي پولیسو په حواله نن چهارشنبه د (چنګاښ ۱۳مه) خبر ورکړی چې د سند په کندکوټ سیمه کې وسله والو د پولیسو په یوې پوستې برید کې دوه پولیس ځای پر ځای وژلي او دوه یې ټپیان دي چې حالت یې نازک ښودل شوی.
پولیس وايي، د دوی په ځوابي ډزو کې یو وسله وال کس هم وژل شوی خو معلومه نه ده چې دغو وسله والو له کومې ډلې سره تړاو لاره.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې هم وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله یې دوه پولیس ټپیان شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغو بریدونه په اړه خواشینې ښودلې او دغه بریدونه یې غندلي دي.
محسن نقوي پولیسو ته امر کړی چې په وسله والو پسې پلټنې پیل کړي او ویې نیسي.

نور خبرونه

رادیو