د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: په کندهار کې پنځه لرغونې سیمې بیارغول کېږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۳

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه پلاوي کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د پنځو لرغونو ابدو سروې ترسره کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنک ریاست د هنر او کلتور د مشر له خولې لیکلي، چې د دغه وزارت پلاوي د کندهار ولایت د فرقې شهيدانو مقبرې، سليمان اخند مار، چهل زينو، حضرت جي بابا او سرپوښ بازار تاریخي سیمو لومړۍ سروې ترسره کړې ده.
د دغه ریاست په وینا، د دغو لرغونو سیمو د بیارغولو چارې به په راتلونکې کې پیل شي.
طالبانو تر دې وړاندې په کندهار ولایت کې د ميروېس نېکه، زرغونې انا او د احمدشاه بابا مقبرې او احمدشاهي حوض له بيارغونې خبر ورکړی و.
د طالبانو په وینا، د احمدشاه بابا د کور د بيارغونې چارې هم روانې دي.

نور خبرونه

رادیو