پښتین: د جولای په ۷مه په پاکستان او نورو هېوادونو کې د پوځ د عملیاتو پر ضد لاریونونه کوو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، د جولای په ۷مه نېټه په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو او پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ او د خلکو پر تګ راتګ د بندیزونو په غبرګون کې به پراخ لاریونونه ترسره کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د جولای په ۷مه نېټه به د پيټياېم له لوري په ټولو پښتون مېشتو سیمو او نړۍواله کچه احتجاج وکړي.
نوموړی وايي، دغه احتجاج به په پښتني سیمو کې د ډالري تپل شوې جګړې، پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ پر مهال د پاسپورټ د جبري کېدو، په سوداګریزو توکو د بندیزونو د لګولو او په توده هوا کې د برېښنا د نشتوالي په غبرګون کې وشي.
نوموړي پر پښتنو غږ کړی، چې د جولای میاشتې په ۷مه نېټه په ګن شمېر کې راووځي او د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري دغه لاریون پر داسې مهال ترسره کېږي، چې څه موده وړاندې د پاکستان پوځ په یو شمېر پښتني سیمو کې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو خبرداری ورکړی و.
خو د پاکستان د حکومت دغه ګام د سیمې د اوسېدونکو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.