پاکستان او امریکا په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډ تمرینات ترسره کړل

۳ ورځې مخکې

د پاکستان او امريکا پوځونو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د خيبر پښتونخوا د پبۍ په ترهګرۍ ضد مرکز کې دوه اونۍ ګډ تمرينونه وکړل.

په دې تمریناتو کې د دواړو هېوادونو ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو په روزنیزو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه پوځي ټیمونه به د ترهگرۍ سره د مبارزې د تکتیکونو، تخنیکونو او کړنلارو په برخه کې خپلې تجربې هم شریکوي.

د احمد شریف چودري په وینا؛ د دې تمرین هدف د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان او امریکا د پوځي ځواکونو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د کچې لوړول دي.

خیبر پښتونخوا د پاکستان یو له بې ثباته سیمو او د پاکستان د طالبانو د تحریک مرکز ګڼل کېږي.

تحریک طالبان پاکستان په دې سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد خونړي عملیات تر سره کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي؛ د پاکساني طالبانو تحریک مشران او جنګیالي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پناه اخیستې او د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندي کاروي.

افغان طالبانو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

دوې اونۍ وړاندې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په ټول هېواد کې د ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې لپاره د «عزم استحکام» په نوم عمليات تصويب کړه.

امریکا له دې عملیاتو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن او اسلام اباد ګډې ګټې لري او دوی به له هغو ګواښونو سره مبارزه وکړي، چې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

نور خبرونه

رادیو