د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی هدایت الله خان له ۲ نورو کسانو سره په چاودنه کې ووژل شو

۳ ورځې مخکې

د پښتونخوا په باجوړ کې د پاکستان د مشرانو جرګې يو پخوانی غړی هدایت الله خان له دوو نورو کسانو سره نن په يوه چاودنه کې وژل شوی.

د معلوماتو له مخي، چاودنه د نوموړي پر موټر د ريموټ کنټرول یا «چسپکي ماین» له امله په ډمه ډوله کلي کې شوې ده.

ویل کېږي نوموړی دغې سیمې ته د ټاکنیز کمپاین لپاره تللی و.

هدايت الله د پخوانیو فدرالي قبایلي سیمو یا فاټا یو پخوانی خپلواک سناتور و.

پاکستاني رسنيو ليکلي، چې هدایت د ۲۰۱۸ کال د اګسټ مياشتي په ۲۷ نېټه د پخواني لومړي وزير عمران خان سره هم ليدلي او د پاکستان تحریک انصاف ګونډ څخه یې ملاتړ اعلان کړی و.

هدایت الله خان د پښتونخوا د پخواني ګورنر یا والي شوکت الله ورور او د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي بسم الله زوی و.

نور خبرونه

رادیو