پاکستاني سوداګرو له افغانستانه د واردېدونکو تازه میوو او سبو د تعرفې پر لوړوالي اعتراض وکړ
څینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستاني سوداګرو له افغانستانه په واردېدونکو تازه میوو او سبو د لوړو تعرفو د لګولو له امله په تورخم کې اعتراض وکړ.
هغوی وايي، دغه تعرفې د پاکستان د بودجې په نوي سند کې څلور برابره زیاتې شوې دي.
د دغو سرچېنو په خبره، پاکستاني سوداګرو د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ په ۱۲مه) په تورخم کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د پاکستان دغه نوې پرېکړه د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې زیانمنوي او هغوی یې په اړه مخالفت کوي.
هغوی دا رنګه د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، که پر دغې پرېکړې بیا له سره کتنه و نه کړي؛ نو دوی به د دغو اعتراضونو لړۍ ټول پاکستان ته وغځوي.
که څه هم چې پاکستان په خپله یو کرنیز هېواد دی؛ خو د دغه هېواد شمالي او شمال لوېدیځ بازارونه تر ډېره د افغانستان تازه میوو او سبو سره تړل شوي دي.