رنا مشهود احمد خان: پاکستان کې به د بېلابېلو لوبو د ودې لپاره د سپورټ اکاډمۍ جوړې شي
د پاکستان د لومړي وزېر د ځوانانو پروګرام مشر رانا مشهود احمد خان وایي، د بېلابېلو لوبو د ودې لپاره به د سپورټ اکاډمۍ جوړې شي.
ښاغلي مشهود د سې شنبې په ورځ، د ورزشي خبریالانو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وویل، چې د ټلینټ هانټ پروګرام تر چتر لاندې به هم د ځوانانو ملاټړ وشي.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې د پاکستان لوبغاړي به په راتلونکي کال کې د ایس اې ایف (ساف) سیالیو کې چې د پاکستان په کوربتوب کیږي، د هېواد لپاره ویاړونه ترلاسه کړي.
رانا مشهود احمد خان وويل حکومت به د ځوانانو د پیاوړتیا لپاره يو ميګا پلان هم وړاندې کوي.
دې غونډه کې د پاکستان د صوبایي اړیکو همغږۍ کوونکی سلاکار رانا ثناءالله وویل، چې ورزشي فدراسیونونو کې د ښه والي لپاره هڅې روانې دي چې موخه یې نړیوالو سیالیو ته د ځوانانو چمتو کول دي.
هغه وويل، دا د خبريالانو دنده ده چې د ورزشي فدراسيونونو او بورډونو نيمګړتياوې په ګوته کړي.