جماعت اسلامي ګوند: د پاکستان په حکومت کې ځینې کړۍ غواړي، چې زموږ سیمه په دوزخ بدله کړي

۴ ورځې مخکې

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د دغه هېواد د دفاع وزیر د خبرو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان په حکومت کې ځینې کړۍ غواړي په افغانستان کې د پوځي خوځښتونو له لارې زموږ له سیمې دوزخ جوړ کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي و، چې پاکستان په فعاله توګه د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات کوي.
هغه د پاکستانۍ رسنۍ سما سره په مرکه کې ویلي:«که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»
د دغه ګوند مشر د خېبرپښتونخوا او بلوچستان له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته ویلي، چې دوی به له افغانستان سره د خبرو او اړیکو په برخه کې د مثبت پرمختګ ملاتړ وکړي.
د دغه ګوند له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د امریکا په جګړه کې د پرویز مشرف ښکېلتیا د لویدیځې پولې د بې ثباتۍ لامل شوه، چې پایلې یې نن هم احساسیږي.
د دغه ګوند مشر نعيم رحمان ويلي، چې دغه عملیات به د ملک، ولس او پوځ په زيان وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په پاکستان کې داسې کړۍ شته چې غواړي پاکستان له افغانستان سره جګړه وکړي.
ښاغلي رحمان ويلي:« تاریخ شاهد دی، چې تر دې مخکې هم دوی په عملیاتو کې ناکام شوي. هېواد د بهرنیو ځواکونو په امر بې ثباته شوی او د ترهګرۍ لاملونه باید وڅېړل شي.»
له بل پلوه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان د دفاع د وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې وایي:« دا د ماشومانو خبرې مه کوه، چې له دې ځایه په افغانستان برید کوو. موږ به یې په هیڅ حالت کې ونه منو.»
له بل پلوه د پاکستان تحریک انصاف د دفاع وزیر خواجه اصف له‌خوا په افغانستان کې د احتمالي بریدونو په اړه څرګندونې "ډېرې نا مسووله او پارونکې" وبللې.

نور خبرونه

رادیو