مولانا فضل الرحمان: د خواجه اصف څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي نښه ده

۴ ورځې مخکې

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د څرګندونو په غبرګون کې وايي، د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالي نښه ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي و، چې پاکستان په فعاله توګه د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات کوي.
هغه د پاکستانۍ رسنۍ سما سره په مرکه کې ویلي:«که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»
مولانا فضل الرحمن د برتانيې له نشراتي ادارې سره په خپلې یوې مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دا هغو پرېکړو ته ورته ده؛ کومې چې د جنګي روزنې په پایله کې کېږي.
هغه وایي، که داسې پرېکړې دوام وکړي؛ نو دوی به هیڅ دوست هېواد ونه لري.
د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې په پاکستان کې د سیاست‌والو او مشرانو توند غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند یې په غبرکون کې ویلي، چې د افغانستان دننه په حکومت کې د عملیاتو ملاتړي غواړي دغه سیمه په دوزخ بدله کړي.
دوی وایي، له افغانستان سره د خبرو او اړیکو په برخه کې د مثبت پرمختګ ملاتړ کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي :« دا د ماشومانو خبرې مه کوه، چې له دې ځایه په افغانستان برید کوو. موږ به یې په هیڅ حالت کې ونه منو.»
له بل پلوه د پاکستان تحریک انصاف د دفاع وزیر خواجه اصف له‌خوا په افغانستان کې د احتمالي بریدونو په اړه څرګندونې "نا مسووله او پارونکې" بللې دي.

نور خبرونه

رادیو