د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام؛ رحمان الله ګربز ددغه جام ترټولو ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی شو
د کرېکټ نړۍوال جام تر پایلوبې وروسته د کرېکټ نړۍوالې شورا یوځلې بیا په دغه جام کې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې ترټولو ډېرې منډې یې جوړې کړې دي.
په دغه نوملړ کې د افغانستان پیلیز لوبغاړي رحمان الله ګربز د ۲۸۱ منډو په جوړولو سره تر ټولو مخکښ دی او د نوملړ لومړی ځای ځایګی یې خپل کړی دی.
له ګربز وروسته روهېت شرما د ۲۵۷ منډو په جوړولو سره وتوانېدو، چې د اسټرالیایي لوبغاړي ټراوېس هېډ دویم ځای خپل کړي.
ټراوېس هېډ په دغو سیالیو کې ۲۵۵ منډې جوړې کړې دي او تر پایلوبې وروسته له دویم مقامه درېیم ته راښکته شو.
له هېډ وروسته بیا له سوېلي افریقا څخه ډي کاک د ۲۴۳ منډو په جوړولو سره وتوانېد، چې د ابراهیم ځدراڼ څلورم مقام خپل کړي.
له افغان لوبډلې ابراهیم ځدراڼ تر پایلوبې وړاندې په څلورم مقام کې و؛ خو په پایلوبه کې د ډي کاک له منډو وروسته یې په دغو سیالیو کې د ۲۳۱ منډو په جوړولو سره د نوملړ پنځم ځای خپل کړی دی.