د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته روان شو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۹

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څو شېبې مخکې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان لپاره د دوحې غونډې ته د دې ډلې د پلاوي د روانېدو خبر ور کړ.

د قطر پلازمېنه دوحه کې دا دریمه غونډه سبا د دوو ورځو لپاره پیلېږي او په لومړي ځل پکې د ښاغلي مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی ګډون کوي.

هغه انځور چې له روانېدو ذبیخ الله محاهد په خپل اېکس کې خپور کړی، د نوموړي او سهیل شاهین په ګډون د دې ډلې پنځه غړي ښيي.

ښاغلي محاهد له دې انځور سره لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت استازي د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته روان شول.»

ښاغلي مجاهد دوحې ته تر روانېدو څو ګړۍ مخکې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، په دغه ناسته کې دوی له هغه وروسته برخه اخلي چې ملګرو ملتونو د دوی ځینې شرایط ومنل، خو نوموړي د دغو منل شویو شرایطو په اړه نور جزییات په ډاګه نه کړل.
هغه دا رنګه ویلي، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه بحث نه کېږي او لامل یې دا ښودلی چې د افغانستان کورنۍ مسلې به په کور د ننه هوارېږي او له ملګرو ملتونو سره تړاو نه لري.
له دې سره یې له نړیوالې ټولنې د اقتصادي مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه:« موږ د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو غواړو، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي.»

تېره اونۍ د پلاوي ټاکلو سره طالبانو وویل، چې پر مجاهد سربېره به د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د افغانستان بانک استازي په دغه غونډه کې ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو