د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام؛ رحمان الله ګربز لاهم ترټولو د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی دی
د کرېکټ نړۍوال جام له پایلوبې وړاندې؛ د کرېکټ نړۍړالې شورا یوځلې بیا دغه جام کې د هغو لوبغاړو لس کسیز نوملړ خپور کړی، چې تر ټولو ډېرې منډې یې جوړې کړې دي.
په دغه نوملړ کې تر دې دمه له افغانستانه پیلیز لوبغاړی رحمان الله ګربز د ۲۸۱ منډو په جوړولو سره تر ټولو مخکښ دی او د نوملړ لومړی ځای ځایګی یې خپل کړی دی.
له ګربز وروسته له اسټرالیا لوبډلې څخه ټراوېس هېډ په ۲۵۵ منډو دویم مقام، له هند لوبډلې څخه روهېت شرما په ۲۴۸ منډو درېیم مقام او له افغان لوبډلې بیا ابراهیم ځدراڼ د ۲۳۱ منډو په جوړولو سره د نوملړ څلورم ځای خپل کړی دی.
د هند او سوېلي افریقا ترمنځ پایلوبه نن شپه ترسره کېږي او له پایلوبې وروسته به دا څرګنده شي، چې ایا کوم بل لوبغاړي د رحمان الله ګربز ځای نیولی او که ګربز د دغه جام تر ټولو د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی پاتې کېږي.
له بل پلوه د کرېکټ نړۍوالې شورا تېره ورځ په دغه جام کې د هغو توپ اچوونکو نوملړ خپور کړی، چې تر ټولو ډېرې وېکټې یې اخیستې دي.
په دغه نوملړ کې له افغانستانه فضل الحق فاروقي د ۱۷ وېکټو په اخیستو سره لاهم د نوملړ په سر کې دی.
په دغه نوملړ کې د فاروقي ترڅنګ د دوو نورو افغان توپ اچوونکو نومونه هم شامل دي.
تر فاروقي وروسته تر دې دمه د هند ارش دیپ د ۱۵ وېکټو په اخیستو سره دویم، راشدخان د ۱۴ وېکټو په اخیستو سره درېیم او نوین الحق بیا د ۱۳ وېکټو په اخیستو سره د دغه نوملړ شپږم مقام خپل کړی دی.
که په پایلوبه کې تر فاروقي د چا وېکټې لوړې نه شي؛ نو د لوبو په پای کې به د دغه جام تر ټولو د ډېرو وېکټو اخیستونکی لوبغاړی اعلان شي.