له ۱۷ کلن انتظار وروسته؛ هند سویلې افریقا ته په ماتې ورکولو سره نړۍوال جام وګټه

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام په پای لوبه کې هند د اوو منډو په توپیر سره سویلي افریقا ماته کړه او دغه جام یې وګټه.

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام پای لوبه کې هند سویلي افریقا ته د بریا لپاره د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.
د بارباډوس په برج ټاون کې د پای لوبې پچه د هند لوبډلې کپتان روهیت شرما وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

هند وروسته له ۱۷ کالو دا دویم ځل دی چې دغه نړۍوال جام د اوو مڼډو په توپیر سره وګټه.

هند په لومړي ځل د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام په ۲۰۰۷ کال کې ګټلی و.