محمودخان اڅکزی خواجه اصف ته: کومې خبرې چې د افغانستان په اړه کوې دا د ماشومانو خبرې دي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وایي:« دا د ماشومانو خبرې مه کوه، چې له دې ځایه په افغانستان برید کوو. موږ یې په هیڅ حالت کې نه شو منلای.»
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلي و، چې پاکستان په فعاله توګه د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات کوي.
هغه د پاکستانۍ رسنۍ سما سره په مرکه کې ویلي:«که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي؛ نو ولې یې ځواب ونه وایو؟»
د نوموړي د دغو څرګندونو په ځواب کې ښاغلي اڅکزي په خپلې اېکس پاڼه یو ویډیړیي پیغام خپور کړی دی.
په پیغام کې ویل شوي، که تاسو د افغانستان په اړه تحفظات لرئ، د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو په ګډون یو کنفرانس راوبولئ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حضور کې خپلې اندېښنې څرګندې کړئ.
هغه وایي، چې په قبایلي سیمو کې یې د عملیاتو مخالفت کاوه؛ خو دغو څرګندونو لا نور اندېښمن کړی دی.
نوموړی وایي، تر ټولو غوره لار دا ده چې دغه اندېښنې د افغانستان له واکمنانو سره شریکې شي او د خبرو له لارې دې ستونزې هوارې کړي.
له بل پلوه ښاغلي اصف د پولې په اوږدو کې د ټيټيپي د پټنځایونو په نښه کولو لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړې او ویلي یې و، چې ټول سیاسي ګوندونه به د عملیاتو په اړه باخبره ساتي.
ورته مهال د طالبانو دفاع وزیر د پاکستان دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې که هر څوک په هره بهانه زموږ پر حریم تېری وکړي د پایلو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.