په پېښور کې افغان کډوال: د محرم په رارسېدو سره د پولیسو له وېرې له کوره نه شو راوتلای

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۸

په پېښور کې یو شمېر افغان کډوال وايي، له هغه مهاله چې پولیسو د محرم د نمانځلو لپاره یو لړ امنیتي بندیزونه لګولي؛ نو دوی له کوره په ډاډه زړه نه شي راوتلای.

دغو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه بندیزونه د یوې میاشتې لپاره لګول شوي او دوی به د راتلونکې جولای میاشتې تر ۲۵مې نېټې د دغو ستونزو سره غاړه غړۍ وي.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال عبدالجبار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی روزمره کار کوي او د ورځې ګټه په ماښام کې له خپلې کورنۍ سره خوري؛ خو که دغه بندیزونه همدغسې پاتې شي، نو د دوی ورځینی ژوند نه شي تېرېدای.
په پېښور کې امنیتي چارواکو د محرم په میاشت کې د امنیت د ټینګښت له کبله امنیتي ګامونه سخت کړي او د دغه ښار په هرې څلور لارې کې یې د پولیسو پوستې ځای پر ځای کړې دي.
په دغه ښار کې د امنیتي چارواکو له لوري څلور بېلابېلې اعلامیې خپرې شوې، چې په یوه کې یې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې د جون میاشتې له ۲۵مې څخه دې د جولای تر ۲۵مې نېټې پورې په کمپونو او کورونو کې پاتې شي او د تګ راتګ څخه دې ډډه وکړي.
په پېښور کې ازاد خبریال رفعت الله ورکزی وايي، سره له دې چې د امنیتي چارواکو له‌خوا پر افغان کډوالو د یو لړ بندویزونو په اړه خبرپاڼې خپرې شوې؛ خو بیا هم هومره چې له کډوالو سره وېره په زړه کې ده هغه شان د پولیسو له‌خوا نه ځورول کېږي.
ښاغلي ورکزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، سره له دې چې هر کال د محرم په شپو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په ځینو علاقو کې د پولیسو له‌خوا امنیتي تدابیر سختېږي؛ خو سږ کال دغه تدابیر زیات شوي او د لګېدلو بندیزونو موده یې هم تر یوې میاشتې غځولې ده.
هغه وايي، د یوې میاشتې لپاره د دغه شان تدابیرو نیول او یا پر افغان کډوالو د بندیزونو لګول له انصافه لرې خبره ده.

د هغه په وینا، که داسې کېږي؛ نو هلته به پراته افغان کډوال څنګه خپلې ورځینۍ چارې سمبال کړي.

نوموړی دا له افغان کډوالو سره ستر زیاتی ګڼي.
ښاغلی ورکزی وايي، له دغو تدابیرو داسې جوتېږي چې د صوبې چارواکي له امنیتي حالته ډاډمن نه ښکاري او غواړي چې د محرم په شپو ورځو کې د یو لړ وسله‌والو بریدونو او پېښو مخه ونیسي.
که څه هم چې هر کال د محرم په میاشت کې د خیبر پښتونخوا له ځینو سیمو د امنیتي پېښو راپورونه ورکول کېږي؛ خو سږنی کال ورته امنیتي چارواکي د تېر پرتله ډېر په اندېښنه کې دي.

په خپرو شویو څلورو خبرپاڼو کې د دغې صوبې چارواکو د هغو عالمانو او مذهبي مشرانو په تګ راتګ د بندیز خبره هم کړې، چې د صوبې له یوې سیمې څخه بلې ته تګ راتګ کوي.

نور خبرونه

رادیو