‏ ‏د کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ هند په نیمه پایلوبه کې د انګلنډ په ماتولو سره پایلوبې ته ووت

د کرېکټ نړۍوال شل اوریز جام سیالیو پر دوام؛ تېره شپه د دغو سیالیو په نیمه پایلوبه کې هند انګلنډ ته ماتې ورکړه او وتوانېد، چې پایلوبې ته لار ومومي. هند دغه لوبه د ۶۸ منډو په توپیر وګټله.

هند د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د اوو وېکټو په زیان سیالې لوبډلې ته د ۱۷۲ منډو هدف ورکړ.

په دغه لوبه کې روهېت شرما ۵۷ ترټولو ډېرې منډې وکړې.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې انګلنډ په ۱۶م اور کې د ټولو وېکټو له لاسه ورکولو سره وتوانېد، چې د ورکړل شوي هدف یوازې ۱۰۳ منډې جوړې کړي او له ماتې سره مخ شي.
هند به په پایلوبه کې د سوېلي افریقا پر وړاندې سبا د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو د لوبو ډګر ته ښکته شي.
له بل پلوه د سوېلي افریقا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې لوبډله یې د شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام پایلوبې ته لار مومي.
سوېلي افریقا په نیمه پایلوبه کې د افغانستان له لوري ورکړل شوی ۵۷ منډو هدف د لوبې په ۸.۵م اور کې د یوې وېکټې په زیان سره پوره کړ او پایلوبې ته ووته.