د هواپوهنې اداره: په ۱۶ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/2fa10ed296ff21190ff50c89e9c81b26cc38e582-600x450.jpg?rect=0,56,600,338&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د چنګاښ په ۷مه او ۸مه نېټه) په ۱۶ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، وردګ، پکتیا، بامیان او سمنګان ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د رالوتو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو مټرو ورسېږي.
له بل پلوه په بامیان ولایت کې تېره ورځ سېلابونو ۷ کسه مړه کړي او لس تنه نور یې تري تم دي.
په بامیان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالصبور سیغاني وایي، د پېښې قربانیان د دوو کورنیو غړي دي.