د کرېکت نړۍوال جام نیمه پایلوبه؛ افغانستان د سوېلي افریقا او هند د انګلنډ پر وړاندې لوبېږي

د نړۍوال جام په نیمه پایلوبه کې لومړۍ لوبه سبا د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د افغانستان پر وخت سهار پنځه بجې پیلېږي. دغه لوبه د براین لارا په کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

براین لارا د نړۍوال جام په پیل کې نیمه پایلوبو ته د افغانستان د ورتګ وړاندوېنه کړي وه.

سبا پنجشبنه د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ نړۍوال جام د نیمه پایلوبې پړاو دواړه لوبې په یوه ورځ ترسره کېږي.
سهار وختي د افغانستان پر وخت پنخه بجې افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې پایلوبې ته د تګ لپاره خپل بخت ازمايي او د ورځې ناوخته بیا هند د انګلنډ پر وړاندې پایلوبې ته د تګ لپاره خپل بخت ازمايي.
په سږني نړۍوال جام لوبو کې سوېلي افریقا سر په سر خپلې ټولې لوبې ګتلې دي؛ خو افغانستان شپږ لوبې ګټلې او دوه یې بایللې دي.
تر پرونۍ بریا وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټروټ لوبډلې ته وویل:« موږ د بنګله دېش په وړاندې ښه لوبه وکړه، چې نیمه پایلوبې ته ووتلو. خوشحالي مو وکړه او خپله بریا مو ولمانځله، اوس یې نو وخت دی چې د سوېلي افریقا په وړاندې خپل غوره کړنه ترسره کړو او په سیالۍ کې ښه وځلېږو.»
د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د نیمه پایلوبې سیالي د براین لارا په نوم لوبغالي کې تر سره کېږي.
براین لارا د کرېکټ د نړۍ افسانوي وېسټ انډیزي لوبغاړی دی، نوموړي وړاندوینه کړي وه چې افغانستان به تر نیمه پایلوبې رسېږي.
که افغانستان سبانۍ لوبه له سوېلي افریقا څخه وګټي په دې سره دوه تاریخه جوړولای شي، یو به په لومړي ځل له سوېلي افریقا څخه لوبه وګټي او بل به په لومړي ځل د نړۍوال جام پایلوبې ته لاره پیدا کړي.