د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام؛ افغانستان بنګله دېش ته د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ
د کرېکت د شل اوریز نړۍوال جام د غوره اته پړاو وروستۍ لوبه کې افغانستان د بنګله دېش لوبډلې لپاره د ۱۱۶منډو هدف ورکړ. افغانستان د دغه جام نیمه پایلوبې ته د ورتګ لپاره باید دغه لوبه وګټي.
د کرېکت شل اوریز نړۍوال جام د اتو غوره پړاو وروستۍ لوبه نن د افغانستان او بنګله دېش تر منځ تر سره کېږي.
د یادې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغان لوبډلې د پنځو وېکټو په زیان د رحمن الله ګربز ۴۳، راشد خان ۱۹ او ابراهیم ځدران د ۱۸ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته ۱۱۶ منډو هدف ورکړ.
د بنګله دېش لوبډلې په ګټه رشاد حسین ۳، مصطفیض الرحمن او تسکین احمد یو یو لوبغاړي وسوځول.
د کرېکټ تبصره کوونکي وايي، په دغه نړۍوال جام کې نېمه پایلوبې ته د ورتګ لپاره همدا د افغان لوبډلې وروستۍ هیله ده او باید بنګله دېش لوبډلې ته د ورکړل شوي هدف څخه په ښه توګه دفاع وکړي.