د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/9d2bb75e87b32053267017e8b5a85c7afc932e76-600x450.jpg?rect=0,56,600,338&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سېلابونو، ورښتونو او سختو بادونو د احتمال خبرداری ورکړ. دغه اداره وايي، چې د جنګاښ په څلورمه او پنځمه نېټه په شمال لوېديځ، سوېل او مرکزي ولايتونو کې د سېلابونو او قوي بادونو او د بارانونو د ورېدو احتمال شته.
بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، پروان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیا، میدان وردګ، کابل، بامیان، سمنګان، سرپل، فاریاب او غور هغه ولایتونه دي، چې د سېلابونو وړاندوینه پکې شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې په بېلا بېلو ځايونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو او د باد سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کيلومترو ترمنځ اټکل کړی دی.