د پاکستان د دفاع وزیر: زموږ مخالفان د ترهګرو ترڅنګ ولاړ دي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایي، چې د پاکستان د حکومت مخالفین د ترهګرو ډلو ترڅنګ ولاړ دي. نوموړي د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې د وینا پرمهال د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړې، چې د تحریک انصاف ګوند نن د یوه ساعت لپاره د عزم استحکام د عملیاتو د پیل پر وړاندې اعتراض وکړ.
معترضینو د «عملیات پای ته ورسوئ» او «مونږ سوله غواړو» په شعارونو سره زیاته کړه، چې ددغو عملیاتو د ترسره کولو مخالف دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د تحریک انصاف ګوند پر استازو په تندو نیوکو سره وویل: «په مجلس کې د دوی اعتراضونه د ترهګرو تر څنګ د درېدو په معنا دی.»
اخوا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړي بیا وایي، چې پوځي عملیات د پاکستان د اوسنیو ستونزو د حل لار نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې شهباز شریف تېره ورځ د دولت عالي کمېټه کې وویل، چې د ټولو خواو په اجماع سره د دغو عملیاتو د ترسره کېدو پرېکړه شوې ده.
دا عملیاتي پروګرام چې څو برخې لري، په پوځي برخه کې به د پاکستان وسله وال ځواک پیاوړی شي او په سیاسي او ډېپلوماټیکه برخه کې به پاکستان هڅه وکړي، چې سیمه ییزه همکاري زیاته کړي څو د ترهګرو د فعالیتونه محدود کړي.