جرمني رسنۍ: په تېرو دوو کلونو کې تر ۵۰۰ ډېر له ګواښ سره مخ افغانان جرمني ته لېږدول شوي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳

جرمني رسنیو ویلي، چې د دغه پروګرام له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۵۳۰ له ګواښ سره مخ افغانان جرمني ته لېږدول شوي.

ویل کیږي چې دغه پروګرام په ۱۴۰۱ کال کې پیل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د دغه پروګرام له لارې د منل شویو افغانانو شمېر د زیاتو امنیتي پلټنو له امله کم شوی دی.

جرمني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي، جرمني پلان لري چې له خطر سره د مخ افغانانو د منلو له پروګرام سره په میاشت کې ۱۰۰۰ افغانان دغه هېواد ته ولېږدوي.

د همدې راپورونو له مخې، دغه پروګرام د ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې په میاشت کې پیل شو او د تېر کال په تله میاشت کې یوازې ۱۳ افغانان د دغه هېواد د کورنیو چارو په وزارت ثبت شوي.

له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو په پروګرام کې هغه کسان شامل دي چې د طالبانو له خوا د شکنجې او ځورولو له خطر سره مخامخ دي، او یا د پخوانیو دندو لکه عدالت غوښتنې، زده کړو او یا سیاست له امله د طالبانو له لوري له لوړ خطر سره مخ دي.

جرمني ته له ګواښ سره مخ د افغانانو د منلو خبرې په داسې حال کې راپورته شوې چې په دغه هېواد کې د جرمونو په تور د یو شمېر افغان کډوالو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر په دې وروستیو کې وویل: «موږ د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره سخت کار کوو چې خطرناک اسلامپال او توندلاري جنایتکاران افغانستان ته بیرته واستوو.»

دغه څرګندونې د جرمني په ځينو ښارونو کې د افغان کډوالو له خوا د دغه هېواد پر وګړو او پوليسو تر بريدونو وروسته وشوې.

نور خبرونه

رادیو